د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړې الوتکه پر ځايي وخت د نومبر د ۱۴مې نېټې په مازديګر، د امريکا سانفرانسيسکو ته ورسېده او په هوايي ډګر کې ورته د هر کلي مراسم برابر شوي دي.
د امريکا د مالي چارو وزيرې جانيټ ايلين، د کاليفورنيا د ايالتي مشر ګاوين نيوسوم او په چين کې د امريکا د لوی سفير نيچولاس بورنس په شمول لوړ پوړي چارواکي په دغو مراسمو کې ګډون لري.