شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره وکتل
CMG2023/11/16 15:40:49
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر په ۱۵مې نېټې د امريکا په سانفرانسيسکو کې د دغه هېواد له ولسمشر جوبايډن سره ليدلې دي.

 دواړو مشرانو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ستراتيژيکو، عمومي او سمتي مسئلو او د نړۍ د سولې او پرمختګ موضوعاتو په اړه د نظريو ډاګيزې تبادلې کړې دي.

شي جين پينګ له خپل امريکايي سیال سره په لېدنې کې په اشارې ویلي،چې اوسنۍ نړۍ د بې ساري سخت بدلون په حال کې ده او چين او امريکا دوه انتخابونه لري: لومړی يې د يووالي او همکاريو پياوړتيا ده، چې مونږ پرې له ګڼو نړيوالو ننګونو سره ګډه مقابله او د نړۍ د امنيت او سمسورتيا هڅونه کولی شو او بل يې په زيرو ـ سم مفکورې د ډلبنديو جوړول او پارول دي، چې دا بیا نړۍ د ناارامتيا او تجزيې په رکود کې غورځوي. د يادو دوو انتخابونو تر شا د انسانانو او ګردې کرې د برخليک او راتلونکي دوه بېل لوري موجود دي.

د چين او امريکا اړيکې د نړۍ تر ټولو مهمې ذات البيني اړيکې بلل کېږي او پرمختګ يې بايد په ورته حالت کې تر غور لاندې ونيول او طرحه شي. چين او امريکا به خامخا تګ راتګ کوي او د يوې خوا بدلېدل له واقعيتونو ليرې نظر دی، د تقابل او تضاد نتيجه د هېچا لپاره د منلو وړ نه ده. د لويو هېوادونو سيالۍ د چين او امريکا حتی د نړۍ پر وړاندې هم ستونزې نشي حلولای. په ځمکنۍ کره کې چين او امريکا دواړه ځايېږي او د دواړو هېوادونو هر يو برياليتوب او پرمختګ د بلې خوا لپاره فرصتونه دي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د چين شکله عصري کېدو بهير اصلي بڼه، محتويات او اهميت او دغه راز د چين پرمختيايي اينده او ستراتيژيکي موخې هم بيان کړې. نوموړي ويلي، چې چين په خپل منطق او اصولو پرمختګ کوي او اوسمهال په چيني شکله عصري کېدو بهير سره د خپل ملت د لویې بيا سمسورتيا هڅونه کوي. چين د امريکا مخ ته د تېرېدو او ځای نيولو پلان نه لري، نو امريکا هم بايد د چين د پرمختګ مخه ونه نيسي.

شي جين پينګ څرګنده کړې، متقابل درناوی، په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې د چين او امريکا د اړيکو په پرمختيايي بهير کې راغونډې شوې تجربې او هم د لويو هېوادونو ترمنځ د پخوانيو نښتو قيمتي درسونه دي، نو چين او امريکا دې په همدې لوري د تګ ګډ کوښښونه وکړي او له سانفرانسيسکو کتنې څخه په ګټې اخيستنې دې نوی لرليد ولري او د خپلمنځي اړيکو ۵ بنسټونه دې کېږدي.

۱ـ چين او امريکا دې ګډ سم پوهاوی ولري.

 چين تل له امريکا سره د ثابتو، سالمو او دوام لرونکو اړيکو د پرمختګ هڅه کړې ده، خو په عين وخت کې يې خپلې ګټې، اصول او اساسي کرښې هم ساتلې دي. زه غواړم چې دواړه هېوادونه يو د بل همکاران وي او د يو بل درناوی او په سوله کې ګډ ژوند وکړي.

۲ـ چين او امريکا دې خپلمنځي توپيرونه په اغېزمنه توګه کنترول کړي.

دواړه هېوادونه دې د يو بل په اصولو او اساسي کرښو ښه پوی شي، صبر او زغم دې وساتي او په سلامشورو او خبرو اترو دې خپلمنځي توپيرونه او ناوړې پېښې تنظيم کړي.

۳ـ چين او امريکا دې د متقابلو ګټو پر بنسټ همکارۍ پرمخ بوزي. چين او امريکا نه يوازې د اقتصاد، سوداګرۍ او کرنې په څېر عنعنوي چارو، بلکې د اقليمي بدلون او مصنوعي ځيرکتيا په شمول نويو ساحو کې هم زياتې ګډې ګټې لري. دواړه خواوې دې د ډيپلوماسۍ، اقتصاد، پولي چارو، سوداګرۍ او کرنې په ساحو کې له بيارغول يا نويو جوړ شويو ميکانيزمونو څخه ګټې پورته کړي او په نشه يي توکو ضد، قانون پلي کولو، عدلي چارو، مصنوعي ځيرکتيا او نورو علمي چارو کې دې زياتې همکارۍ وکړي.

۴ـ چين او امريکا دې د لويو هېوادونو مسؤليتونه پر غاړه واخلي.

دواړه هېوادونه دې نمونې وګرځي، په نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو کې دې لا زياتې هماهنګۍ او همکارۍ وکړي او نړۍ ته دې لا زيات عمومي توليدات برابر کړي.

۵ـ دواړه هېوادونه دې خپلمنځي تګ راتګ او کلتوري تبادلې پياوړې کړي.

 د چين او امريکا ترمنځ مستقيم پروازونه دې زيات شي او دواړه هېوادونه دې ګرځندويۍ همکارۍ، د ځايي حکومتونو تګ راتګ او ښوونيزې همکارۍ او دغه راز د خلکو ترمنځ تګ راتګ او نظرتبادلې وهڅوي.

شي جين پينګ له جوبايډن سره د کتنې په ترڅ کې د تايوان مسئلې په اړه هم د چين اصولي دريځ څرګند کړی او په اشارې يې ويلي، چې تايوان د چين او امريکا په اړيکو کې تر ټولو مهمه او حساسه مسئله ده. چين د بالي ټاپو په کتنه کې د امريکايي لوري اړوندې مثبتې څرګندونې ته په درنه سترګه ګوري، امريکايي لوری بايد د تايوان بېلتون غوښتونکو څخه د نه ملاتړ دريځ ته د عمل جامې واچوي، پر تايوان د وسلو پلورل بايد بند کړي او د چين له سوله ييز يووالي څخه بايد پلوي وکړي. چين به خامخا ملي يووالی راولي.

شي جين پينګ ويلي، چې امريکا وار په وار د چين پر ضد د صادراتو، پانګونې او بنديز لګونې اقدامات ترسره کړي او د چين قانوني حقونو ته يې سخت زيانونه رسولي دي.

نوموړي هيله ښودلې، چې امريکا د چين اندېښنو ته جدي پام وکړي او تر غور لاندې يې ونيسي، په عمل کې دې يواړخيز بنديزونه لغوه کړي او چيني تصديو ته دې مساوي، عادلانه او له سپکاوي پرته ښه چاپېريال برابر کړي.

دواړو مشرانو د اندونيزيا د بالي ټاپو له کتنې راهيسې د چين او امريکا د اړيکو د لارښوونکو اصولو د ټاکلو په پار د دواړو کاري ډلو هڅې هم ستايلي او پر دې يې ټينګار کړی، چې دواړه لوري دې متقابل درناوی وساتي، په سوله کې دې ګډ ژوند وکړي، خپلمنځي سلامشورو ته دې دوام ورکړي، د نښتو مخنيوی دې وکړي، د ملګرو ملتونو منشور دې مراعات کړي، د ګډو ګټو لرونکو ساحو کې دې همکارۍ وکړي او په مسؤلانه توګه دې د سيالۍ عوامل کنټرول کړي.

دواړو مشرانو په مختلفو ساحو کې د چين او امريکا د خبرو اترو او همکاريو له هڅونې او پياوړتيا سره هم موافقه کړې، د مثال په توګه د مصنوعي ځيرکتيا په اړه د حکومتونو په منځ کې د ډيالوګ ټينګښت، د چين او امريکا د نشه يي توکو ضد د همکارۍ کاري ډلو جوړېدل، د مساوات او درناوي پر بنسټ د دوو پوځونو د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ د سلامشورې، د چين او امريکا د ملي دفاع وزارتونو ترمنځ د کاري کتنې او په سمندر کې د دواړو هېوادونو د پوځي امنيت د سلامشورو ميکانيزم بيا پيل او د راتلونکي کال په پيل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پروازونو زياتېدل او داسې نور.