شي جين پينګ: په سوله کې ګډ ژوند د چين او امريکا لپاره اساسي کرښه ده
CMG2023/11/16 15:10:15
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په ماښام د امريکا په سانفرانسيسکو ښار کې د امريکا د ملګرو ټولنو د هرکلي په مېلمستيا کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي په خپلې وينا کې په اشارې ويلي، چې په سوله کې ګډ ژوند نه يوازې د نړيوالو اړيکو بنسټيز معيار دی، بلکې دا يوه اساسي کرښه هم ده، چې چين او امريکا يې بايد وساتي.

هغه ويلي، څوک چې د سوله ييز پرمختګ پالونکي چين ته د شک په سترګه ګوري او يا يې ځان ته ګواښ بولي او د زيرو—سم لوبه ور سره کوي، پر ناسم لوري روان دي.

(ژباړه: شکريه)