امنيت شورا د فلسطین او اسرائيل د روان وضيعت په اړه يو پرېکړه ليک تصویب کړ
CMG2023/11/16 11:36:20
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د نومبر په ۱۵مې نېټې د فلسطین او اسرائيل ترمنځ په روان تاوتريخوالي کې د بشردوستۍ مرستو او ماشومانو ته د پاملرنې په تړاو يو پرېکړه ليک تصويب کړی دی.

امنيت شورا په دغه پرېکړه ليک کې په غزې کې د شخړو له ښکيلو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې د بشري مرستو د تر سره کولو لپاره د څو ورځو بشري اوربند وکړي او د دې سیمې خلکو ته دې د ژوند ضروريت او خدمتونه برابر کړي او بېړنۍ مرستې دې ورسره وکړي.

 په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د يادې غونډې مشري کړې ده.

نوموړی د امنيت شورا د روانې میاشتې د نوبتي رياست دنده هم پرغاړه لري.