انټونیو ګوټرېش د اقلیمي بدلون پر وړاندې د بېلا بېلو هېوادونو د کړنو ترمنځ د واټن کمولو غوښتنه وکړه
CMG2023/11/16 11:32:39
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د نومبر په ۱۴مې نېټې د دغه سازمان د د اقليمي بدلون ضد چوکاټي تړون دارلانشا لخوا د وروستي راپور په اړه وينا کړې ده.

نوموړي د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون له ٢٨مې غونډې څخه، چې ژر به د متحده عربي امارات په دوبۍ کې تر سره شي، غوښتنه کړې، چې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په پار د بېلا بېلو هېوادونو د کړنو ترمنځ د توپيرونو د کمولو لپاره هڅې وکړي.

ياد راپور وايي، د بېلا بېلو هېوادونو د اقلیمي پلانونو له مخې د روانې پیړۍ تر پایه پورې د ۱،۵ درجې سانتي ګراد په کچه د نړیوالې تودوخې د کنټرول هدف نشي پوره کېدای او نه هم د پاریس تړون موخې ترلاسه کولی شي.

ګوټرېش د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقابلې په پار د اړتیاوو او اقداماتو ترمنځ توپيرونه د پخوا په پرتله ډیر ګواښونکي بللی دی او په وينا يې، په داسې حال کې د اقلیمي عملیاتو په برخه کې د تدریجي پرمختيايي لار نشته او نړيواله ټولنه باید د نېټ زيرو اېميشين (Net zero emissions) بهیر ګړندی کړي.