د پيسو نړيوال صندوق(IMF) په دې وروستيو کې د چين د سږ او راتلونکي کال د اقتصادي پرمختګ وړاندوينه لوړه کړې او په ورته وخت کې يې د لوړ کيفيت پرمختګ په لور د چين پرمختګ ته هم پاملرنه اړولې ده.
د پيسو نړيوال صندوق دغه وړاندوينه د دې ښکارندويي کوي، چې نړيوال سازمانونه د چين د اقتصاد د دوامدارې سمسورتيا سيګنالونو ته خوشبينه دي.
د پيسو نړيوال صندوق په خپل تازه راپور کې، د چین د ۲۰۲۳م کال د کورني تولید عمومي ارزښت د ودې وړاندوینه له ۵ سلنې څخه ۵،۴ سلنې ته لوړه کړې او د ۲۰۲۴م کال د ودې وړاندوینه یې هم لوړه ښودلې ده.
ايي اېم اېف يا د پيسو نړيوال صندوق لومړۍ مرستيالې ګيتا ګوپينات د چين د اقتصادي ودې د زياتوالي لامل دا بللی چې د روان کال په درېيمې ربعې کې د دغه هېواد اقتصادي وده د تمې خلاف لوړه شوې او په دې وروستيو کې يې يو لړ اغېزمنې تګلارې پلې کړې دي.