په بېجينګ کې د چين د اقتصاد او ټولنې فورم تر سره شو
CMG2023/11/16 10:39:53
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال د چين د اقتصاد او ټولنې فورم د نومبر په ۱۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شو او څه باندې ۱۱۰ کورنيو او بهرنیو مېلمنو پکې د ورخلاصون، پرمختګ، تمدن او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه د نظريو تبادلې کړې دي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کانګرېس د ملي کمېټې مرستیال رئيس او عمومي منشي وانګ دونګ فنګ ياد فورم ته په وينا کې ويلي، چې رئيس شي جين پینګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکوره وړاندې کړې او د نړيوالې ټولنې په تېره بيا د پراخو پرمختیایي هېوادونو له لوري يې تود هرکلی شوی دی.

په دغې مفکورې کې د يوې دايمي سوله ييزې، خوندي، سمسورې، پرانيستې او پاکې نړۍ د ګډې ابادۍ لپاره مهم خدمتونه وړاندې شوي دي.

وانګ دونګ فنګ ويلي، چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره یو ځای د پرانيستي نړيوال اقتصاد د پرمختګ، د عصري کېدو او د انساني تمدن د پرمختګ او ترقۍ د پرمخبيولو لپاره ګډې هڅې وکړي او په وينا يې، د چين ولسي سياسي مشورتي کانګرېس ملي کمېټه د چين د اقتصاد او ټولنې له شورا څخه ملاتړ کوي، چې د بېلا بېلو هېوادونو او ټولنو له دوستانو سره تګ راتګ زیات کړي، د حکومتوالۍ تجربې ورسره شريکې او په بېلا بېلو برخو کې ورسره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د انسانانو د لا روښانه راتلونکي د برابرولو لپاره هڅې وکړي.