د حماس رسنيز دفتر د نومبر په ۱۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د غزې پر لومړي لوی شيفا روغتون بريدونه کړي او لږ تر لږه دېرش کسان يې وژلي دي.
اسرائيلي ځواکونو هم په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د استخباراتي او پوځي اړتياوو له مخې يې د شفا روغتون په ټاکلو برخو د حماس پر وسله والو دقيق بريدونه کړي دي.
اعلاميه وايي، چې حماس له دغه روغتون څخه د پوځي موخو لپاره استفاده کوي او د نړيوالو قوانينو له مخې د روغتون ساتنې مقام ته یې زيان رسولی دی.