ملګرو ملتونو د نړۍ په ځینو برخو کې د شګو توپانونو خبرداری ورکړ
CMG2023/11/16 11:19:27
شريکول:

د ملګرو ملتونو د صحرايي کېدو د مخنيوي  کنوانسیون دارالانشا په دې وروستيو کې د خپلې څېړنيزې کمېټې په ۲۱مې غونډې کې ويلي، چې په نړۍ کې د دوړو او شګو توپانونه يوه داسې ستونزه ده، چې تراوسه یې په اړه پوره مالومات نشته او پوره پېژندنه يې هم نه ده شوې، خو مالومات ښيي، چې اوسمهال هر کال شاوخوا ۲ ميلیارډه ټنه دوړې فضا ته داخلیږي او په ځینو سیمو کې، د دوړو اندازه د تېرې پیړۍ په پرتله ۲ چنده زياته شوې ده. 

يادې دارالانشا ويلي، چې د دوړو او شګو يو په څلورمه برخه توپانونه د انسانانو د فعالیتونو له امله رامنځته کېږي او خبرداری يې ورکړی، چې د نړۍ په ځینو سیمو کې د دغو توپانونو د رامنځته کېدو انډول مخ په ډېرېدو دی.