شي جين پينګ: د چين او امریکا د اړيکو هيلې او رېښې د خلکو په منځ کې دي
CMG2023/11/16 15:19:55
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په شپه د امريکا د ملګرو ټولنو د هرکلي په مېلمستيا کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي ويلي،‌ چې د چين او امریکا ترمنځ د اړيکو هيلې او رېښې د خلکو په منځ کې دي، ځوانان به د دواړو هېوادونو راتلونکې جوړوي او په بېلا بېلو ولايتونو کې به خوځنده ځواک رامنځته کوي.

هغه د امريکا د ايالتي مشرانو او سناتورانو هرکلی کړی، چې له چين څخه لېدنه وکړي او هم يې د دغه هېواد د بېلا بېلو برخو د شخصيتونو هرکلی کړی، چې چين ته سفرونه وکړي.