د شي جين پينګ او جوبایډن ترمنځ ملاقات پيل شو
CMG2023/11/16 04:06:36
شريکول:

د چين  دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر په ۱۵ مې نېټې د امريکا د سانفرانسیسکو په فیلولي کې د امريکا له ولسمشر جوبایډن سره ملاقات وکړ.

شي جين پینګ له جوبایډن سره په خبرو کې وویل، تېرځل مو په بالي ټاپو کې سره وکتل او له هغه وروسته يو کال تېر شوی دی او  په تېر يو کال کې ډېرې پېښې رامنځته شوې دي. نړۍ له کرونا وبا څخه وتلې ده، خو د وبا لویې اغېزې لا هم پاتې دي. نړيوال اقتصاد تازه مخ په غوړېدو دی، خو خوځنده ځواک یې کافی نه دی، صنعتي ځنځير له خنډونو سره مخامخ شوی او د پروټېکشنيزم څپه مخ په پورته کېدو ده او دغه  ستونزې ډېرې سختې دي. د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخېزې اړيکې دي او باید د نړۍ بې ساري بدلونونو ته په کتو تر غور لاندې ونيول او طرحه شي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او د انسانانو د پرمختګ لپاره مسئوليت منونکې رويه وښيي.

شي جين پينګ وويل، د چين او امریکا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لار له تېرو څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې هيڅکله هواره نه ده پاتې شوې او کله کله ستونزې پکې رامنځته شوي، خو بيا هم پرمختګ يې کړی دی. دواړه لوی هېوادونه تګ راتګ ته اړتيا لري، هغه نيت چې یو د بل بدلول غواړي، نه پوره  کېږي او دغه راز د شخړو او تقابل نتيجه د هیچا لپاره د منلو وړ نه ده.

زه په پخواني نظر يم،  د لويوهېوادونو ترمنځ سيالي د همدې زمانې اصلي رنګ نه دی او د چين او امريکا پر وړاندې او حتی د ټولې نړۍ پر مخ مسئلې نه شي حل کولی . چين او امريکا په ګډه په ځمکنۍ کره کې ښه ژوند کولای شي او د دواړو هېوادونو برياليتوبونه د يو بل لپاره فرصتونه دي. چين او امريکا رنګارنګ تاريخونه او کولتورونه، مختلف ټولنيز نظامونه او بېلا بېلې پرمختيايي لارې لري او دا یو واقعيت دی. که دواړه خواوې يو د بل درناوي وکړي، په سولې کې  ښه ژوند وکړي او په همکاريو سره ګډې ګټې واخلي، توپيرونه به یې ليرې شي او د دواړو لويو هېوادونو د ښه ژوند سمه لاره به پيدا شي. زه پر دې ټينګار کوم، چې د چين او امريکا اړيکې به روښانه راتلونکی ولري.  زه او ښاغلی ولسمشر د چين او امريکا د اړيکو لارښوونکي يو او د خلکو، نړۍ او تاريخ درندې دندې پر غاړه لرو. زه په دې تمه يم، چې نن به له ښاغلي ولسمشر سره په دوه اړخيزو اړيکو کې د هغو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړم او نويو ګډو نظريو ته به ورسېږو، کومې چې ستراتيژيک، ټولشموله او د لوري د ټاکلو  ارزښت لري او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره اهميت لري.