د چين خارجه وزارت په سانفرانسيسکو کې د چين او امريکا د مشرانو لاسته راوړنې معرفي کړې
CMG2023/11/16 16:32:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۱۶مې نېټې د امريکا په سانفرانسيسکو کې د چین او امريکا د مشرانو د کتنې په اړه د سي اېم جي پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

ماو نينګ ويلي، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۵مې نېټې د امريکا د ولسمشر جوبايډن په بلنې د دغه هېواد په سانفرانسيسکو کې له نوموړي سره لېدنه کړې ده.

دواړو مشرانو پر يو لړ مسئلو د نظريو ډاګيزې تبادلې کړي، د دوو لويو هېوادونو د ګډ ژوند پر اصولو يې بحث کړی، د چين او امريکا پر غاړه د لويو هېوادونو ګډې دندې يې معلومې کړي، راتلونکې ته په کتو يې د سانفرانسيسکو لرليد څرګند کړی او د دواړو هېوادونو اړيکو د سالم، ثابت او دواملرونکي پرمختګ لپاره يې لوری روښانه کړی او نقشه يې جوړه کړې ده.

نوموړې دا کتنه مثبته، هراړخيزه او رغنده بللې او په خبره يې، دا ستراتيژيک اهميت او ژوره اغېزه لري.

د وياندې ماو نينګ په وينا، يادې کتنې په څو برخو کې لاسته راوړنې درلودې او دواړه مشران د سياست، ډيپلوماسۍ، انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې، نړيوالې ادارې او پوځي امنيت په شمول ځينو ساحو کې څه باندې ۲۰ ګډو نظريو ته رسيدلي دي.