د روان کال په اکتوبر کې د چين اقتصاد پر له پسې د ښه کېدو په حال کې و
CMG2023/11/16 10:41:18
شريکول:

د چين د احصايې ملي ادارې د نومبر په ۱۵مې نېټې یو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په اکتوبر کې د چين اقتصاد په دوامداره توګه د ښه کېدو په حال کې و، توليدي اندازه يې په ثابت ډول زياته شوې، بازاري اړتياوې يې ډېرې شوي، استخدام او د توکيو بیې هم ثابتې ساتل شوي او اقتصادي جوړښت يې لا ښه او غوره شوی دی.

د چين د احصايې ملي ادارې وياندې ليو اې هوا په همدې ورځ د چين د دولتي شورا د مطوعاتي دفتر په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې د روان کال په اکتوبر کې د چين اقتصاد په دوامداره توګه د ښه کېدو په حال کې و او عمده ګراف يې هم ښه او اقتصادي حالت يې ثابت و.

نوموړې په خپلو خبرو کې بې ثباتۍ او نا څرګندو بهرنيو عواملو ته هم اشاره کړې او په خبره يې، د چين کورنۍ اړتياوې کمې ښکاري او د اقتصاد د ښه کېدو بنسټ يې لا ټينګېدو ته اړتيا لري.

ليو اې هوا زياته کړې، چې چين به په راتلونکي پړاو کې د اقتصاد د عمومي کنټرول دقيقه تګلاره غوره کړي، کورنۍ اړتياوې به زياتې او د خلکو باور به لاټينګ کړي او د اقتصادي ننګونو مخه به ونيسي، چې په دې سره به یې د اقتصاد باکيفيته پرمختګ ومومي.