د چين دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په ۱۵مې نېټې په سانفرانسيسکو کې د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره کتلي او مهمو ګډو نظريو ته ورسره رسیدلی دی.
شي جين پينګ ويلي، چې چين او امریکا به د خلکو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتياوو برابرولو او د کلتوري تبادلې د پرمخبيولو لپاره تدبيرونه ونيسي، د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقيمې الوتنې به زياتې کړي، د سيلانيزو چارو د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ ډيالوګ به تر سره کړي او سفارتونه به یې د ويزو ښه پروسه پېل کړي.
نوموړي تمه ښودلې، چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ زيات او تبادلې یې پياوړې شي او په نوې زمانې کې يې خپلمنځي دوستي نوره هم ټينګه شي.