وانګ يي د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ د ملاقات په باب معلومات خبري رسنيو ته وړاندې کړل
CMG2023/11/16 13:14:28
شريکول:

د نومبر په ۱۵مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د امريکا په سانفرانسيسکو کې د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره ملاقات وکړ. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي تر ملاقات وروسته اړوند معلومات خبري رسنيو ته وړاندې کړل.

هغه خبري رسنيو ته ويلي چې رئيس شي جين پینګ د ولسمشر جو بايډن په بلنه ور سره د ملاقات په پار سانفرانسيسکو ته راغلی او په ورته وخت کې به د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان(APEC) د مشرانو په ۳۰مه غير رسمي غونډه کې ګډون وکړي.هغه د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ ملاقات ښه ، هر اړخیز او ژور بللی او ستراتيژيکې، تاريخي او لارښوونکې ځانګړتيا لري.

هغه زياته کړې چې دواړو مشرانو د متقابل درناوي په فضا کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ستراتيژيکو، عمومي او سمتي مسئلو او د نړيوالې سولې او پرمختګ په تړاو د مهمو او سترو موضوعاتو په باب د نظريو تبادلې وکړې. رئيس شي جين پينګ د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي په هکله د چين دريځ بيان کړ او د ده په خوله دواړه خواوې بايد  سم تاريخي انتخاب غوره کړي، يو له بل سره د ښه چلند سمه لاره دې  پيدا کړي او له سانفرانسيسکو کتنې څخه په ګټې اخيستنې دې نوی لرليد ولري.