د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۵مې نېټې د امريکا د ملګرو ټولنو د هرکلي په مېلمستيا کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، چې بېجينګ به په راتلونکو ۵ کلونو کې د چين او امريکا د خلکو او په تېره بيا د تنکي ځوانانو ترمنځ د نظر تبادلې د پراختيا لپاره ۵۰ زره امريکايي تنکي ځوانانو ته بلنه ورکړي، چې د زده کړو او نظر تبادلې په پار چين لاړ شي.