شي جين پينګ: متقابل احترام د چين او امريکا د اړيکو بنسټيز اصل دی
CMG2023/11/16 15:22:05
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په شپه په سانفرانسيسکو کې د امريکا د ملګرو ټولنو د هرکلي مېلمستيا کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، چې متقابل احترام د خلکو ترمنځ د راشې درشې بنسټ او د چين او امريکا تر منځ د ګډ ژوند اساسي اصول دی.

نوموړي ويلي، چې امريکا ځانګړی تاريخ، کلتور او جغرافيايي موقعيت لري او د خپل پرمختګ ځانګړې لاره او ټولنيز سيسټم يې جوړ کړی دی، چې چين ورته پوره درناوی لري او د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليستي لار د ساينسي سوسياليستي تيوريو په لارښوونې جوړه شوې او بنسټ او سرچينه يې د چيني ملت له څه باندې ۵۰۰۰ کلن تاريخ او تمدن څخه راغلی دی. موږ پرې ډېر وياړ يو.

 د شي جين پينګ په وينا، د دواړو هېوادونو لارې بېلې دي، خو دواړه يې د خلکو انتخابونه دي چې د ټولو انسانانو ګډ ارزښتونه ترې ښکاري او دواړه يې د درناوي وړ دي.

(مينه)