اروپايي ټولنې یو ځل بیا د سږ او راتلونکي کال د اقتصادي پرمختګ وړاندوينې ټيټې کړي
CMG2023/11/16 11:13:35
شريکول:

اروپايي کميسيون د نومبر په ۱۵مې نېټې د ۲۰۲۳م کال په مني کې د اقتصادي وړاندوينې راپور خپور کړی، چې له مخې يې په روان او راتلونکي کال کې د اروپايي ټولنې او یورو سيمې د اقتصادي پرمختګ وړاندوینې ټيټې ښودل شوې دي.

راپور وايي، سږ کال د ژوند لګښت د لوړېدو، د بهرنيو اړتياوو د کمزورېدو او د پیسو د ټینګښت په اثر، اروپا د اقتصاد محرکې قوې له لاسه ورکړې دي.

په راپور کې اټکل شوی، چې په روان ۲۰۲۳م کال کې به د اروپايي ټولنې او یورو سيمې د کورني توليد عمومي اندازې د زياتوالي کلنی انډول ٪۰.۶ وي، چې دا یې د سږ کال په دوبي کې د د اټکل پرتله ٪۰.۲ ټیټوالی ښيي.

په راپور کې د ۲۰۲۴م کال وړاندوینه هم ټيټه ښودل شوې، چې له مخې به يې د اروپايي ټولنې اقتصاد ٪۱.۳ وده او د یورو سیمې اقتصاد به ٪۱.۲ وده وکړي، چې دا وړاندوينې يې د تېرو په پرتله ٪۰.۱ ټیټوالی ښيي.