شي جين پينګ د بروني له سلطان سره وکتل
CMG2023/11/17 11:34:17
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۱۶مې نېټې په ماسپښين د امريکا په سانفرانسيسکو ښار کې د بروني له سلطان حاجي حسن البولکیه سره کتلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه ورسره غږیدلی دی.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين او بروني د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو په ۳۰ کلونو کې سياسي متقابل باور ژور کړی، د پرمختګ همکارۍ يې زياتې کړي، په بېلا بېلو برخو کې يې د خپلمنځي همکاريو ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي، په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې يې ښې همکارۍ ساتلي، د لویو او کوچنيو هېوادونو د متقابل احترام او ګډو ګټو يوه بېلګه يې جوړه کړې او د سيمه ييزې سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا په اړه يې خدمتونه کړې دي.

نوموړي زياته کړې، چې چين به په راتلونکي کې له بروني سره د خپلمنځي اړيکو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ همکارۍ به ورسره په لوړې کچې تر سره کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي.