د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اسیا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د صنایعو او سوداګريو سرمشريزې ته کتبي وینا کړې
CMG2023/11/17 05:23:31
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار د امريکې په سانفرانسیسکو ښار کې د اسیا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د صنایعو او سوداګريو سرمشريزې ته((د يووالي او همکاريو په مټ د ننګونو پر وړاندې مبارزه کوو او د اسیا او ارام سمندر سیمې د همکاريو نوې پاڼه پرانيزو)) په عنوان کتبي وينا کړې ده.

شي جين پينګ ويلي، چې د اسيا او ارام سمندر د سيمې هېوادونو مشرانو ۳۰ کاله مخکې، د سولې او پرمختګ د زماني څپې سره سم د ايپېک د مشرانو لومړۍ غيررسمي غونډه تر سره کړه، چې په رڼا کې يې د اسیا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ په لوري خوځښت کړی او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهېر د پرمختګ پر لارې چټک ګامونه پورته کړي دي.

 دغه سيمه د نړيوال اقتصاد د زياتوالي مرکز او د نړۍ د ثابت پرمختګ ريښه ګرځېدلې ده.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې مونږ بايد په ګډه د ملګرو ملتونو د منشور اهداف او اصول وساتو او د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ پر هغې تګلارې دې ټينګار ولرو، چې له مخې یې ټول هېوادونه دې ډيالوګ ترسره او يو د بل تقابل ونه کړي، يو له بل سره دې ملګرتيا وکړي او د سیمې امنيت او سمسورتيا دې په ګډه وساتي.

شي جين پينګ ويلي، چې د اسيا او ارام سمندر سيمه باید د جيوپوليتيکي لوبې ډګر ونه ګرځي، دلته بايد سړه جګړه بيا رامنځته نشي او د ډلبندۍ مخنيوی بايد وشي.

نوموړي زياته کړې، چې يوې اوږدې مودې ته په کتو د چيني اقتصاد ښه پرمختيايي حالت نه دی بدل شوی او نه به بدل شي. مونږ باور او توان لرو، چې اوږمهالی ثابت پرمختګ به وساتو او د چين د نوي پرمختګ پر مټ به د نړۍ د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک او فرصتونه برابر کړو. نوموړي د نړۍ د صنايعو او سوداګریزو شخصيتونو هرکلی کړی، چې د چيني شکله عصري کېدو په جريان کې ګډون وکړي او په ګډه د چين د باکيفيته  پرمختګ له فرصت څخه ګټې پورته کړي.