شي جین پینګ د جاپان له لومړي وزير فوميو کيشيدا سره وکتل
CMG2023/11/17 16:25:34
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر د ۱۶ مې نېټې په ماسپښين د امريکا په سانفرانسیسکو ښار کې د جاپان له لومړي وزير فوميو کيشيدا سره کتلي او د دواړو هېواد د اړيکو په اړه ورسره غږیدلی دی.

نوموړي له فوميو کيشيدا سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او جاپان اړیکو له تېرو ۴۵ کلونو راهيسې د اړوندو سياسي سندونو په رڼا کې له ستونزو سره سره بيا هم پرمختګ موندلی او خپلو خلکو ته يې ګټې رسولې دي او دغه راز د سيمې د سولې، پرمختګ او سمسورتيا لپاره يې هم مثبت رول لوبولی دی.

شي جین پینګ ويلي، چې په سوله کې ګډ ژوند، نسل په نسل دوستي، ګډې ګټې او همکارۍ او ګډ پرمختګ د چينايانو او جاپانيانو د خلکو له بنسټيزو ګټو سره مطابقت لري، دواړه هېوادونه دې تاریخي تمايل تعقيب کړي، ګډو ګټو ته په کتو دې خپل جنجلونه حل او د اړوندو سندونو اصول دې مراعات کړي او د نوې زمانې د غوښتنو له مخې دې خپلمنځي اړيکې ټينګې کړي.