لي چيانګ د چین هی لونګ جيانګ او جي لين ولايتونو ته په سفر تللی
CMG2023/11/17 13:16:56
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې سياسي بيورو غړی او صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۱۴مې نېټې د دغه هېواد هی لونګ جيانګ او جي لين ولايتونو ته په درې ورځني سفر تللی دی.

نوموړي ويلي، چې مونږ بايد په نوې زمانې کې د چين د شمال ختيځ د هراړخيزې سمسورتيا هڅوونکې غونډې کې د رئيس شي جين پينګ نظرونه پوره پلي کړو، پر اصلاحاتو او نوښت بايد ټينګار ولرو، خوځنده ځواکونه بايد وهڅوو، څو په نوې زمانې کې د چين د شمال ختيځ هراړخيزه سمسورتيا او نوی پرمختګ ومومو.