د چین دولت رئیس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار د امریکې په سانفرانسیسکو ښار کې د اسیا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د صنایعو او سوداګرۍ سرمشريزې ته ((د يووالي او همکاريو په مټ د ننګونو پر وړاندې مبارزه کوو او د اسیا او ارام سمندر سیمې د همکاريو نوې پاڼه پرانيزو)) په عنوان کتبي وينا کړې ده.
شي جين پينګ ويلي، چې ورخلاصون او ټولشموليت د اسیا او ارام سمندر سیمې د همکاريو تمايل دی او د سیمې پرمختګ د يو بل د تقابل او کوښه کېدو له لارې نه پيدا کېږي، بلکې په ورخلاصون او ټولشموليت تر سره کېږي.
نوموړي ويلي، مونږ په پرانیستې رویې په ګډه د بوګور موخې (Bogor Goals)او د ۲۰۴۰ کال بوتراګايا لرليد(Butragaya Vision 2040) ټاکلی، د اسانې سوداګرۍ او پانګونې بهیر مو پرمخبيولی او د سیمه ییز اقتصاد د یو ځای کېدو د چټکتيا هڅې مو کړې دي
شي جين پينګ زياته کړې، چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د اسیا او ارام سمندر سیمې د ګمرکي مالیاتو منځنۍ کچه له ۱۷ څخه ۵ سلنې ته راټیټه شوې او په نړیوال اقتصاد کې خدمتي کچه يې ۷۰ سلنې ته رسېدلې ده.