اسرائيلي پوليس د نومبر په ۱۶مې نېټې ويلي، چې په همدې ورځ په بيت المقدس کې د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې ۴ کسان ټپيان شوي او ۳ وسله وال وژل شوي دي.
اسرائيلي پوليسو په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ۳ وسله والو، چې په موټر کې سپاره وو، د بيت المقدس د څار په جنوبي سټيشن ډزې کړې دي.
اعلاميه وايي، چې پوليسو ياد ۳ واړه وسله وال په ډزو وژلي دي.
په پېښې کې ۴ کسان ټپيان شوي چې ټول روغتون ته ليږدول شوي او د يو حالت يې نازک ښودلی.