د امريکا حکومت د نومبر د ١٦مې نېټې په ماښام اعلان وکړ، چې د چين د عامه امنيت وزارت د جرمي پېژندنې مرکز (په دې ارګان کې د چين د نشه يي توکو ملي لابراتوار شامل دی) يې د بنديزونو له ليست څخه ليرې کړي، يعنې پر دې مرکز بنديزونه د نومبر له ۱۶مې نېټې لغوه کړي.
د ۲۰۲۰م کال په مې مياشت کې، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د چين د عامه امنيت وزارت د جرمي پېژندنې مرکز او د دغه هېواد د نشه يي توکو ملي لابراتوار د بنديزونو په ليست کې شامل کړي وو.
(ژباړه: شکريه)