چین ته د امریکا د منځني ښوونځي زده کوونکو ډالۍ
CMG2023/11/17 18:02:04
شريکول:

د چين او امريکا د انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې دوستانه ډيالوګ د نومبر په ۱۶مه نېټه د امريکا په سانفرانسيسکو ښار کې تر سره شو.  دغه ډيالوګ د چين ميډيا ګروپ او د امريکا-چين د تنکيو ځوانانو او ټولنې په ګډې همکارۍ ترسره شوی دی.

د امريکا د واشينګټن ایالت د تاکوما ښار د لينکن منځني ښوونځي زده کوونکو په دغه ډيالوګ کې د چين دولت رئیس شي جین پینګ او د ده مېرمنې پنګ لي يوان ته يو انځور ډالۍ کړ، دغه راز د سندرو په ويلو يې د مېرمن پنګ لي يوان د زېږېدنې ورځې په پار مبارکي وويله.

د لينکن منځني ښوونځي دغو زده کوونکو په ياد انځور کې د يوې لویې پنډا په ګډون د چين ځانګړي توکي، همدارنګه د سپېس نيډل (Space Needle) ټاور په ګډون د واشينګټن ایالت ځانګړي توکي انځور کړي او په دې سره يې له چين سره لېوالتيا او د چين او امريکا د دوستۍ په اړه خپلې نېکې هيلې څرګندې کړې دي.