هغه راتلونکی به روښانه وي که چين او امريکا د متقابل درناوي پر بنسټ په ګډه پرمختګ وکړي
CMG2023/11/17 17:15:46
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ځايي وخت د نومبر په پنځلسمه نېټه د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره ملاقات وکړل چې د نړيوالو پام يې ځان ته اړولی دی. د نړۍ د ستر او دوهم ستر اقتصاد په توګه، د چين او امريکا ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو همغږي يا اختلاف د نړۍ د جوړښت پر لور اغېز کوي. شي جين پينګ په دې غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې چين او امريکا دوه انتخابونه لري: لومړی، دواړه خواوې به يووالي او همکارۍ پياوړې کړي، په ګډه له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي او د نړۍ امنيت او سمسورتيا ته وده ورکړي. بل دا چې د ګټل ـ بايلل ذهنیت(Zero_sum thinking) تر اغېز د کمپونو ترمنځ شخړې رامنځته کړي، او نړۍ د ګډوډۍ په لور رهبري کړي. د دواړو انتخابونو پایلې په دې جملې کې څرګندې دي. دا دوه لوی هېوادونه چې مختلف نظامونه، مختلف کلتورونه او مختلف نظریات لري، څنګه کولی شي خپل توپیرونه په سمه توګه اداره کړي او یو بل ته پرمختګ ورکړي؟ شي جين پينګ هم د کتنې په ترڅ کې ځواب ورکړ.

په تېرو څو لسيزو کې چينايان په خپله خاوره کې د چټکو بدلونونو شاهدان دي، له يو بې وزله او وروسته پاتې کرنيز هېواد څخه د توليدي ځواک په توګه پرمختګ کوي او د چيني شکل  عصري کېدو لاره يې لټولې چې د اصولو او قوانينو سره سمون لري. چين په دې بهیر کې د هېڅ هېواد لوټل نه دی کړی او په راتلونکي کې به هېڅ هېواد ته کوم ګواښ نه وي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره په ليدنه کې د چيني شکل  عصري کېدو بنسټيزې ځانګړتياوې او مفهوم او همدارنګه د چين د پرمختګ راتلونکی او ستراتيژيکې ارادې ته اشاره وکړه.

د اقتصادي نړيوال کېدو له پرمختګ سره، اقتصادي او تکنالوژيکي شراکت حالت رامنځته شوی. د چيني شکله عصري کېدو د پرمختيا لاره د کوم هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ او ګواښ نه دی، بلکې د پرمختګ فرصتونه او لاسته راوړنې له يو بل سره شريکوي. د چين په شپږم نړيوال وارداتي نندارتون کې چې څو ورځې مخکې پای ته ورسېد، د کرنې، سيميکنډکټرونو، طبي وسايلو، نوې انرژۍ، موادو او نورو ساحو کې څه دپاسه دوه سوه امريکايي شرکتونو په نندارتون کې ګډون وکړ چې د چين په بازار کې د امريکايي شرکتونو باور او هيله څرګندوي.

بايډن له شي جين پينګ سره د ليدنې پر مهال دا هم وويل چې يو باثباته او پرمختللی چين د امريکا او نړۍ له ګټو سره سمون لري او د چين اقتصادي وده د امريکا او نړۍ په ګټه ده. دا درک وړ ده چې امريکا په دې پوهېږي چې د چین اقتصادي پرمختګ به په ځان او نړۍ باندې مثبت اغېزه ولري. دا د چين او امريکا تر منځ دوه اړخيزه لوری دی، د يو لوري لاسته راوړنه به د بل لوري د زيان لامل نه شي، يوازې د دې حقيقت په درک کولو سره کولای شو چې د ګټل ـ بايلل ذهنيت (Zero_sum thinking) پرېږدو او د ګډ پرمختګ لار سره نوره پرمخ لاړ شو.

له غونډې وروسته د چين او امريکا مشرانو پر دې خبرې وکړې چې څنګه کولای شي د دوو سترو هېوادونو په توګه چين او امريکا سره يو ځای شي، د سترو هېوادونو په توګه د چين او امريکا مسؤوليتونه يې نور هم روښانه کړل او راتلونکي ته په لوري د سان فرانسيسکو هیله يې جوړه کړه.. دغه نتيجه د چين او امريکا د خلکو اوږده هيله ده او د نړۍ تمې هم دي. د چين او امريکا ترمنځ د همکارۍ ګډ پرمختګ په نړۍ کې د شخړو د کمپونو د جوړېدو مخه نيولې ده چې د زياتو هېوادونو له خوا يې هرکلی کېږي.

د تاریخ څرخ مخ په وړاندې ځي، هغه اصطلاح ده چې"هر څوک د خپلې ښکلا ستاینه کوي، د نورو ښکلا ستاينه هم کوي او ښکلا شریکوي او د نړۍ ګډه ښکلا رامنځته کوي." ځمکه دومره لويه ده چې چين او امريکا په ګډه پرمختيا او پرمختګ کولای شي. د سان فرانسیسکو ملاقات د چین او امریکا په اړیکو کې یو مهم پړاو دی، له اخراج څخه تر منلو، له ټکر څخه تر همکارۍ پورې، دا یوازې د فکر بدلون دی. کله چې چين او امريکا دواړه د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې په لوړوالي کې ودرېږي، په ګډه يې بېلګه پرانيستې او په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ پياوړې کړي، دا د ټولې نړۍ لپاره ښه خبر او هيله من راتلونکی دی.