شي جين پينګ د ايپېک د مشرانو او کوربه مېلمنو په غير رسمي ډيالوګ او کاري مېلمستيا کې ګډون وکړ(نوی)
CMG2023/11/17 09:09:51
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۶مې نېټې په غرمه د امريکا په سانفرانسيسکو ښار کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان يا ايپېک (APEC) د مشرانو او کوربه مېلمنو په غير رسمي ډيالوګ او کاري مېلمستيا کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې دوام لرونکی پرمختګ د اوسنيو نړيوالو ستونزو د حل طلايي کيلي ده. ايپېک له تېرو څو کلونو راهيسې د ۲۰۴۰ کال بوتراګايا لرليد(Butragaya Vision 2040) د پلي کولو لپاره کوششونه روان ساتلي، د بيولوژيکي دايروي زرغون اقتصاد د بانکوک موخې(Bangkok Goals on Bio-Circular-Green Economy) ته د رسېدو لپاره يې هڅې کړې او د ټولې نړۍ د زرغون اقتصاد او دوام لرونکي پرمختګ لپاره يې مثبت خدمتونه کړي دي.

نوموړي ويلي، مونږ بايد په اوسني حال کې پر له پسې ګډې نظريې راغونډې کړو، واقعي عملونو ته باید توجه ورکړو او د ټولې نړۍ د دوام لرونکي پرمختګ لپاره باید لا زيات خوځنده ځواک برابر کړو.

د شي جين پينګ په نظر، تر هر څه لومړی باید د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال دوام لرونکې پرمختيايي اجنډا چټکه پلې شي. دوهم، د زرغون پرمختګ نوې لار بايد پيدا شي. درېيم، د ټولې نړۍ په هڅو بايد د اقليمي بدلون پر وړاندې ګډه مقابله وشي.