د چین او امریکې سمسور راتلونکی په دوستانه اړیکو پسې تړلی دی
CMG2023/11/17 11:20:28
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په شپه د امریکې د ملګرو ټولنو د هرکلي په مېلمستیا کې ګډون او وینا کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې په اشارې ویلي، چې مونږ په یوې داسې زمانې کې ژوند کوو، چې له ننګونو، بدلونونو او هیلو څخه ډکه ده، د نړۍ راتلونکی د چین او امریکې همکاريو ته اړتیا لري، د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ د زمانې د پرمختګ له تمایل سره سمون لري او دا د چین او امریکې د اړیکو بنسټ هم دی.

د مېلمستیا ګډونوالو څو څو ځلې د رئیس شي جين پينګ خبرې په چکچکو بدرګه کړې دي.

د ګډونوالو په اند، رئیس شي جين پينګ په خپلې وینا کې امریکایانو ته د دوستۍ لاس اوږد کړی او دا د دوی لپاره ستر اهمیت لري، دواړه خواوې دې پیاوړي خپلمنځي تبادلې او ډیالوګ وساتي او د ګډ سمسور راتلونکي لپاره دې کار وکړي.