د خوړو نړیوال پروګرام: په غزې کې خواړه کم او خلک يې وږي شوي
CMG2023/11/17 11:05:49
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام د نومبر په ۱۶مې نېټې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې غزې تړانګې ته د فلسطين او اسرائيل د روانې نښتې په بهیر کې دومره خوراکي توکي پرېښودل شوي، چې هلته د خلکو يوازې ۱۰ سلنه اړتياوې پوره کولی شي.

خبرپاڼه وايي، چې غزه اوسمهال د خوراکي توکو له لویې تشې سره مخ ده، د خلکو په منځ کې يې پراخه لوږه رامنځته شوې او نژدې ټول اوسیدونکي يې خوراکي مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري.

خبرپاڼه زياتوي، چې غزې ته د رفح بندر د تېر اکتوبر په ۲۱مې نېټې پرانېستل شوی، خو له هغه وخت راهيسې ټولټال ۱۱۲۹ بار وړونکې لارۍ غزې تړانګې ته داخلې شوي او یوازې ۴۴۷ یې خوراکي توکي يې ور رسیدلي دي.

يوازې يو بندر پرانيستل د غزې اوسېدونکو خوراکي اړتياوې نه شي پوره کولای، د يو بل خوندي بندر پرانيستل يوازينۍ هيله ده. سربيره پر دې، د تیلو کمښت د خوراکي توکو په ګډون د مرستندويه توکو د ویش پر هڅې منفي اغیزې اچولي دي.

(ژباړه: شکريه)