د فلسطين سرې مياشتې ټولنه: اسرائيلي ځواکونو د غزې اهل عرب روغتون محاصره کړی
CMG2023/11/17 11:25:04
شريکول:

د فلسطين سرې مياشتې ټولنې د نومبر په ۱۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د غزې په شمال کې يوازينی روغتون (اهل عرب روغتون) چې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، محاصره کړی دی.

د فلسطین امنیتي سرچېنو خبري رسنيو ته ويلي، چې د اسرائیلي ځواکونو د ټانکونو قواوې د اهل عرب روغتون ته څېرمه د فلسطین له وسله والو سره په سختې شخړې بوختې دي او په سیمې کې پرله پسې ډزې او چاودنې روانې دي.

د فلسطين سرې میاشتې ټولنې په يادې اعلاميې کې ویلي، کارکوونکي يې نه شي کولای، چې اهل عرب روغتون ته ورشي او د ټپیانو درملنه وکړي.

په غزه کې د تر ټولو ستر شفاء روغتون رئيس په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په دوهمې ورځې هم پر دغه روغتون بريد کړی دی.

نوموړي ويلي، چې زرګونه خلک په ياد روغتون کې محاصره دي او ټول خواړو او اوبو ته لاسرسی نه لري.