په تېرو لسو مياشتو کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين د غېر پولي مستقيمو پانګونو اندازه ٪۱۷.۳ زياته شوې
CMG2023/11/17 11:25:55
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۱۶مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې دغه هېواد د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې په بهرنيو هېوادونو کې دوامدارې پانګونې کړي او د غېر پولي مستقيمو پانګونو ارزښت يې ۷۳۶.۲ میلیارډو یوانو ته رسيدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۱۷.۳ زياتوالی ښيي.

د چين تصديو په همدې مودې کې د یو کمربند او یوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې ۱۸۱.۶۹ ميليارډه يوانه غېر پولي مستقيمې پانګونې کړي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۲۷ زياتوالی ښيي