شي جين پينګ د فيجي له لومړي وزير سيټيويني رابوکا سره وکتل
CMG2023/11/17 05:11:06
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار د امريکا په سانفرانسيسکو ښار کې د فيجي له صدراعظم سېټېويني رابوکا سره کتلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه ورسره غږیدلی دی.

نوموړي له رابوکا سره په لېدنې خوښي ښودلې او ويلي يې دي، چې رابوکا د تېرې پيړۍ په نهمې ليسزې کې، د فيجي د لومړي وزير په توګه چين ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره یې مثبت رول لوبولی دی او د هغه دغه چاره یې ستایلې ده.

شي جين پينګ ويلي، چې فيجي په ارام سمندر کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې لومړی يې له چين سره رسمي اړيکې ټينګې کړې دي او په وينا يې، چين او فيجي څو ورځې مخکې د خپلمنځي رسمي اړيکو د ټينګېدو ۴۸مه کاليزه لمانځلې ده.

نوموړي ويلي، چې  د چين او فيجي ترمنځ اړيکې د نژدې نيمې پيړۍ په درشل کې له نړيوالو ازموينو څخه وتلي او ښه پرمختګ يې موندلی دی او د سيمې د سولې، ثبات او سمسورتيا د پياوړتيا لپاره یې ښه رول لوبولی دی. چين په دې نظر دی، چې فيجي د نړۍ په جنوبي خوا کې د خپلو دوستانو او ملګرو په ليکه کې دی او په خبره يې، چين د فيجي د خلکو له هغو هڅو ملاتړ کوي، چې پخپله د هېواد پرمختيايي لار انتخابوي، د پرمختګ او سمسورتيا لپاره کوښښونه کوي او په نړيوالو او سيمه ييزو صحنو کې لا ستر رول ولوبوي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې په تېرو څو کالونو کې په چين او نړۍ کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي او په خبره يې، چين پر داسې ډيپلوماتيکې تګلارې ټينګار کوي، چې له مخې يې د نړۍ ټول لوی او کوچني هېوادونه برابر حقونه لري. د فيجي له خلکو سره د چينايانو دوستي نه ده بدله شوې.

نوموړي ويلي، غواړم چې له تاسو سره د نويو اوضاعو پر وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ د پرمخبيولو لپاره دوامدارې هڅې وکړم او د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوم.