د "سانفرانسيسکو لرلید" د چین او امریکا د اړیکو نوی پیل
CMG2023/11/17 15:46:45
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر په ۱۵مې نېټې د امريکا په سانفرانسيسکو ښار کې له خپل امريکايي سیال جوبايډن سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو او نړيوالو مسئلو ورسره غږيدلی دی.

دواړو مشرانو د تېر ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۱۴مې نېټې د اندونيزيا په بالي ټاپو کې هم سره ليدلي وو، تر يو کال وروسته يې بيا کتنه کړې چې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر وړاندې د لړيزو ستونزو د حل لپاره ګټوره بلل کيږي.

د چين او امريکې د مشرانو دا لېدنه يو ستراتيژيک، تاريخي او مخکښ اقدام بلل شوی او باور دا دی، چې د دواړو هېوادونو اړيکې به عادي مدار ته راوګرځوي.

رئیس شي جين پينګ له خپل امريکايي سیال جوبايډن سره په لېدنې کې ويلي، چې چين او امريکا بايد پوهاوي ته سره ورسيږي، توپيرونه بايد په ګډه کنټرول او متقابلو ګټورو همکاريو ته ګډه وده ورکړي، د لویو هېوادونو مسؤليتونه باید پر غاړه واخلي او انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلو ته بايد پرمختګ ورکړي.

د رئیس شي جين پينګ د چین او امریکا د اړيکو د ثابت پرمختګ لپاره ۵ بنسټونه برابر کړي او راتلونکي ته په کتو د دواړو هېوادونو د اړیکو په برخه کې د سانفرانسيسکو لرليد ترې څرګنديږي.

رئیس شي جین پينګ له ولسمشر جوبايډن سره په لېدنې کې ويلي، چې هېواد يې له امریکا سره د ثابتو، سالمو او دوامدارو اړیکو د ټينګېدو لپاره تل کوښښونه کړي، خو په ورته وخت کې چين داسې ګټې هم لري، چې بايد ويې ساتي، داسې اصول لري، چې بايد دفاع ترې وکړي او خپلې اساسي کرښې بايد ټينګې وساتي.

نوموړي هيله ښودلې، چې چين او امريکا د همکارانو په توګه يو بل ته درناوی او په سوله کې ګډ ژوند وکړي.

د دواړو مشرانو دغه لېدنه عمومي حالاتو ته په کتو، د چین او امريکا د اړیکو او د نړیوالو حالاتو د ثابتولو لپاره يوه ستره ستراتيژيکه ټاکنه وه.

 د امريکا مشهور اقتصاد پوه جيفري ساکس د امریکا او چین د اړیکو په برخه کې له ۳ اصولو ((متقابل درناوي، سوله ييز ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ)) ټینګ ملاتړ کړی دی او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه به د جیوپولیټیک سیاسي بحرانونو د حلولو، د نړیوالې سولې د ساتنې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د دوامداره پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

شک نشته، چې چين او امريکا لا هم د ځينو ستراتيژيکو مسئلو پر سر اختلافات لري، خو رئيس شي له خپل امريکايي سیال سره په لېدنې کې په ټينګار ويلي، چې چین او امریکا باید په موثره توګه خپلمنځي توپيرونه حل کړي.

دواړو هېوادونو د مشرانو په يادې لېدنې د اقليمي بدلون، مصنوعي ځيرکتیا او نشه يي توکو ضد، انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې په شمول مسئلو باندې يو لړ مهمې ګډې نظريې هم تر لاسه کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير هنري کيسنګر ويلي، چين او امريکا د نړۍ ستر هېوادونه دي او خپلمنځي شخړې به يې له تصور پورته پايلې ولري.

نوموړي ويلي، چې دواړه خواوې باید خپلمنځي توپیرونه ښه کنترول کړي او په ډاګيزه توګه د دوه اړخیزو اړیکو د ټينګېدو هڅې دې وکړي.

د چين او امريکا همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري، بلکې د نړيوالې ټولنې لپاره هم ترې مسؤلانه رویه څرګنديږي.

رئيس شي جين پينګ له بايډن سره په لېدنې کې پر دې ټينګار کړی، چې د بشري ټولنې د ستونزو حل د دواړو هېوادونو نږدې همکاريو پورې تړاو لري او چين او امريکا بايد په ګډه د لویو هېوادونو مسؤليتونه پرغاړه واخلي.

د چین او امریکا د مشرانو د لېدنې ګډې نظريې او نتیجې د دې ښکارندويي کوي، چې دواړه هېوادونه پراخې ګډې ګټې لري او هم د متقابلو ګټو پر بنسټ د پرمختګ امکانات لري، خو د چین او امریکا باثباته اړیکې د دواړو خواوو ګډو کوښښونو ته اړتیا لري.

 خبرې اترې او د نظريو تبادلې د دواړو خواوو ترمنځ د باور، احترام او همکارۍ بنسټ برابروي، سانفرانسيسکو د پای ټکی نه دی، بلکې دغه ښار چې له يوې پېړۍ راهيسې د چين او امريکا د خلکو ترمنځ د تګ راتګ تاريخي شاهد پاتې شوی، عادي مدار ته د بېرته ستنېدو لپاره دې د چين او امريکا د اړيکو نوی پيل وګرځي.