انټونيو ګوټرېش د سوډان د شخړو له ښکيلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه
CMG2023/11/17 10:37:11
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د نومبر په ۱۶ مې نېټې امنيت شورا ته د سوډان د وروستي وضعيت په اړه راپور وړاندې کړی دی.

نوموړي په راپور کې د سوډان د شخړو له ښکيلو خواوو غوښتي، چې سمدستي اوربند وکړي، دښمني او عملیات پای ته ورسوي او د هراړخيزو خبرو او د سياسي انتقالي بهير لپاره دې لاره هواره کړي.

ګوټرېش ويلي، چې په سوډان کې شخړې څومره هم غځيږي، نو هغومره د دغه هېواد د پوره سقوط او د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو شونتيا پکې ډېريږي او هم به سوډانيانو ته بې ساري زيانونه ورسيږي.

 نوموړي د سوډان د شخړو پر ښکيلو خواوو غږ کړی، چې د نړيوال بشري قانون او د بشري حقوقو نړیوال قانون ته درناوی وکړي، پخوانۍ هوکړې دې مراعات او د بشري مرستو رسولو لپاره دې زمينه برابره کړي، عام خلک دې خوندي وساتي او د بشري ارګانونو کارکوونکو ته دې ټولو سیمو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.