په سانفرانسيسکو کې د چين او امريکا د انساني تګ راتګ او کولتوري تبادلې دوستانه ډيالوګ تر سره شو
CMG2023/11/17 15:25:39
شريکول:

د چين او امريکا د انساني تګ راتګ او کولتوري تبادلې دوستانه ډيالوګ د نومبر په ۱۶مې نېټې د امريکا په سانفرانسيسکو ښار کې تر سره شو.

په دغه ډيالوګ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي او نشراتي څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، ځينو امريکايي ملګرو او د ايوا ايالت د امريکا- چين د دوستانه اړيکو کمېټې پخوانۍ غړې سارا ليندي، د امريکايي جنرال سټيلويل لمسی جان ايستربروک، د چين د فو جيان ولايت د ګولينګ طبيعي سيمې تاريخي او کلتوري څيړونکې يلين ماکلنيس ګډون او ویناوې کړې دي.

 دغه ډيالوګ د چين ميډيا ګروپ او د امريکا-چين د تنکي ځوانانو او ټولنې په ګډې همکارۍ ترسره شوی دی.

شن های شيونګ ياد ډيالوګ ته په وينا کې د دولت رئيس شي جين پينګ خبرو ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې د چين او امريکا د اړيکو هيلې او بنسټ د خلکو په منځ کې دي او راتلونکی يې ځوانانو او انکشافي قوتونه يې په سيمه ييزو سيمو پسې تړلي دي.

نوموړي ويلي، د چين او امريکا د اړيکو ښه پرمختګ د ټولو خواوو قوتونو ته اړتيا لري او هيله يې ښودلې، چې لا زيات دوستان د چين او امريکا د اړيکو په پرمخبيولو کې ګډون وکړي او ویې هڅوي.

د امريکا د ايوا ايالت د امريکا- چين د دوستانه اړيکو کمېټې پخوانۍ غړې سارا ليندي ياد ډيالوګ ته په وينا کې ويلي، چې نړۍ د دوه سترو اقتصادونو يعنې د امريکا او چين ګډو کوښښونو، لوړې هوښيارتيا او پراخې سينې ته اړتيا لري، څو اوسنۍ کليدي نړيوالې ستونزې لرې شي. سارا ليندي هيله ښودلې، چې د امريکا او چين د خلکو تر منځ دوستي لا پياوړې شي.

چين ميډيا ګروپ په ياد ډيالوګ کې د امريکا او چين د تنکيو ځوانانو او زده کوونکو ټولنې، د امريکا او چين د هوايي ميراثونو بنسټ او د هلن فوسټر سنو صندوق سره د همکاريو يادښتونه لاسليک کړي او د کولتور، مطبوعاتو او تعليم په ګډون ځينو برخو کې يې د همکاريو او د دواړو هېوادونو د انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې د پياوړتيا ګډې ژمنې کړې دي.

(ژباړه: شکريه)