شي جين پينګ د مکسیکو له ولسمشر اندریس لوپیز سره وکتل
CMG2023/11/17 04:42:09
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر د ۱۶مې په سهار د امریکې په سانفرانسیسکو کې د مکسیکو له ولسمشر اندریس لوپی سره کتلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه ورسره غږیدلی دی.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې د چین او مکسیکو ترمنځ دوستانه اړیکې د ثابت پرمختګ په حال کې بللي او ويلي یې دي، چې تېر کال د دواړو هېوادونو د رسمي اړیکو د ټینګېدو له ۵۰مې کلیزې سره برابر و او سږ کال د دواړو هېوادونو د هراړخیزو ستراتيژيکو همکاريو اړیکو د ټینګښت ۱۰مه کلیزه ده.

نوموړي ويلي، چین له مکسیکو سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او ملاتړ ورڅخه کوي، چې له خپلو حالاتو سره سم يې د پرمختګ لاره انتخاب کړې او د اداري تجربو تبادلې به ورسره زیاتې کړي. اوس د چین او مکسیکو ترمنځ سوداګریزه اندازه د ۵۰ کاله مخکې په نسبت ۷۰۰۰ چنده زیاته شوې، د اوسپنیزو لارو، موټرو او نوې انرژۍ په شمول د ځينو برخو همکاريو يې یو لړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.  

ولسمشر اندریس لوپیز د مکسیکو او چین خلک وروڼه بللي دي او په خبره يې، چين د کرونا وبا د خپرېدو په لومړيو وختونو کې له مکسیکو سره مرستې کړي او په دې وروستیو کې مکسیکو له توپاني ناورین سره مخ شوی و او چين د پېښې په لومړيو کې د دغه توپان پر زيانونو خواشيني څرګنده کړه او پوره ملاتړ یې ورڅخه ملاتړ وکړ.

نوموړي له چین څخه ډېره مننه کړې او په وينا يې، چین او مکسیکو د خپلواکۍ ساتنه کوي او د نورو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي. مکسيکو به د تل په شان له چین سره دوستانه تګلارې غوره کړي، یو د بل کلک ملاتړ به وکړي او د نشه يي موادو د توليد او قاچاق پر ضد شمول بېلا بېلو چارو کې به خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې مکسیکو به له چین سره څواړخیزې همکارۍ نورې هم پياوړې کړي او د چین او لاتیني امریکې د اړیکو د نږدیوالي لپاره به فعال رول ولوبوي.