د امريکا کانګريس د حکومتي چارو د بندېدو د مخنيوي په پار لنډمهاله لايحه تصویب کړه
CMG2023/11/17 11:09:48
شريکول:

د امريکا کانګريس د نومبر په ۱۵مې نېټې يوه لنډمهاله لايحه تصويب کړې، چې له مخې به يې فډرالي حکومت خپلو عادي چارو ته دوام ورکړي او ځينې ارګانونه به د فنډونو د کمښت ستونزې هواره کړي.

د امريکا سنا مجلس په همدې ورځ دغه لايحه په ٨٧ موافقو او ١١ مخالفو رايو تصويب کړې او تر دې یوه ورځ مخکې، استازو مجلس په ۳۳۶ موافقو او ۹۵ مخالفو رایو تصویب کړې وه.

دغه لايحه ولسمشر جون بايډن ته د لاسليک لپاره ليږدول شوې ده.

د يوې بلې تصويب شوې لايحې له مخې د فډرالي حکومت فنډونه به د روان کال د نومبر تر ۱۷مې پورې ټول ولګول شي.

(ژباړه: شکريه)