شي جين پينګ د پیرو له ولسمشرې دینا بولوارتي سره وکتل
CMG2023/11/17 05:00:56
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د امریکې په سانفرانسیسکو ښار کې د پیرو له ولسمشرې دینا بولوارتي سره کتلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه ورسره غږیدلی دی.

شي جین پينګ له نوموړې سره په خبرو کې ويلي، چې پیرو په لاتیني امریکې کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې لومړی یې له چین سره رسمي اړیکې ټینګې کړې دي. چین او پیرو په تېرو څه باندې ۵۰ کلونو کې یو د بل د کليدي ګټو ملاتړ او د جدي پاملرنې وړ موضوعاتو په هکله يې متقابل درناوی کړی او دوه اړخیزې همکارۍ يې د ثابت پرمختګ په حال کې ساتلې دي.

سږ کال د چین او پیرو د هراړخیزو ستراتيژیکو همکاريو اړیکو د ټينګېدو لسمې کلیزې سره برابر دی.

چین اوس د پیرو لومړی لوی تجارتي همکار دی او پیرو په لاتیني امریکا کې د چین د پانګونې دوهم لوی تمځای دی او خپلمنځي همکاريو يې وګړیو ته ريښتيني ګټې رسولې دي.

شي جين پينګ زیاته کړې، چې په نویو حالاتو کې د چین او پیرو د اړیکو ټینګښت نه یوازې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري، بلکې د اسیا او ارام سمندر د اقتصاد د سالم پرمختګ د ساتنې او د پرانیستي نړیوال اقتصاد د ابادۍ لپاره هم ستر اهمیت لري. چین د پیرو ملاتړ کوي، چې د کوربه هېواد په توګه د ۲۰۲۴م کال د اېپيک مشرانو غیررسمي غونډه تر سره کړي، تبادلې او همغږۍ به ورسره نږدې کړي او د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي احیا او دایمي پرمختګ په خاطر به نوي خدمتونه وکړي.