د دوستانه اړیکو په ټینګښت سره د چین او امریکې ګډ سمسور راتلونکی جوړ شي
CRI2023/11/17 03:43:58
شريکول:

 د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر د ۱۵مې نېټې په شپه د امریکې د ملګرو ټولنو د هرکلي په مېلمستیا کې ګډون او وینا وکړه.

شي جين پينګ په اشارې وویل، چې موږ په یوه داسې زمانۍ کې ژوند کوو چې له ننګونو، بدلونونو او هیلو څخه ډکه ده. د نړۍ راتلونکی د چین او امریکې همکارۍ ته اړتیا لري، د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ د زمانۍ پرمختګ له تمایل سره سمون لري او د چین او امریکې په اړیکو کې بنسټ هم دی. په دغه مېلمستیا کې ګډونوالو د رئیس شي جين پينګ پر وینا لسګونه ځلې چک چکې کړې دي.

ګډونوالو ویلي، چې رئیس شي جين پينګ په خپله وینا کې امریکایانو ته د دوستۍ لاس اوږد کړ او ستر اهمیت لري. دواړه خواوې باید خپلمنځي تبادلې او دیالوګ پیاوړې