شي جين پينګ د فيجي له لومړي وزير سيټيويني رابوکا سره وکتل
CRI2023/11/17 04:48:34
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۶مې نېټې په سهار د امريکا په سانفرانسيسکو کې د فيجي له صدراعظم سېټېويني رابوکا سره وکتل.

نوموړي وويل، ډېره خوشحاله يم، چې له ښاغلي لومړي وزير سره پيژنم. د تېرې پيړۍ په نهمې ليسزې کې، تاسو د فيجي د لومړي وزير په توګه چين ته سفر کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره مثبت رول لوبولی دی. زه يې ستايم.

فيجي په ارام سمندر کې له هغو هېوادونو څخه يو دی، چې لومړی له چين سره رسمي اړيکې ټينګې کړې دي. څو ورځې مخکې مو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۴۸مې کاليزې لمانځنه وکړه. له نژدې نيمې پيړۍ راهيسې، د چين او فيجي ترمنځ اړيکې له نړيوالو ازموينو څخه وتلې دي او ښه پرمختګ يې موندلی دی. دا د همدې سيمې د سولې، ثبات او سمسورتيا د پياوړتيا لپاره ښه رول لوبولی دی. چين په دې نظر دی، چې فيجي د نړۍ په جنوبي خوا کې د چين له دوستانو او ملګرو څخه يو دی. چين تل د فيجي د خلکو له هغو هڅونو څخه ملاتړ کوي، چې پخپله د هېواد پرمختيايي لار انتخابوي، د هېواد د پرمختګ او سمسورتيا لپاره کوښښ کوي او په نړيوالو او سيمه ييزو صحنو کې به لا ستر رول ولوبوي.

له څو کلونو راهيسې، په چين او نړۍ کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي، خو چين تل پر هغه ډيپلوماتيکي تګلارې ټينګار کوي، چې لوی او کوچني هېوادونه دې برابر حقونه ولري. د فيجي له خلکو سره د چينايانو دوستي نه ده بدل شوې. زه غواړم، چې د نويو اوضاعو پر وړاندې درسره يو ځای په مداومه توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو دوستانه اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړو، څو د دواړو هېوادونو خلک به ورڅخه لا زياتې ګټې واخلي.