موږ یعنې د ايپيک سازمان د غړو مشرانو د ۲۰۲۳کال د نومبر له ۱۶مې څخه تر ۱۷مې پورې د امريکې په سانفرانسيسکو کې غونډه تر سرهکړه . په ۱۹۹۳کال د امريکې متحده ایالاتو د لومړي ځل لپاره د ايپيک د مشرانو د لومړۍ غير رسمي غونډې کوربه توب وکړ او له ۳۰کلونو راهيسې مو د دغه سازمان د هدفونو د تحقق لپاره هلې ځلې کړي او په سیمه ایزه کچه د نړيوال پرمختګ لپاره مخکښ مقام لري.
موږ بايد د تخنيکي او اقتصادي پرمختګونو په استفادې سره په دواملرونکې توګه د دې سيمې ستر پټ ځواک او فعال انجن رول ولوبوو، اقتصادي پرمختګ دې پرمخبوزو، تر څو د اقليمي بدلون په شمول د چاپيريال له ټولو چلنجونو سره مقابله وکړو.
موږ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د ازاد، پرانيستي، عادلانه، بې له تبعيض، شفاف، ټولشموله او اټکل کېدونکي چاپيريال د جوړولو پرېکړه کوو. موږ د اصولو پر بنسټ د سوداګرۍ نړيوال سازمان په مرکزيت د څو اړخيزو سوداګريز ميکانيزمونو پر اهميت ټينګار کوو، چې د سيمې د چټک پرمختګ لپاره ګټور دی.
موږ په بازاري ډول د سيمه ايز اقتصاد د يو ځايښت د هڅونې لپاره هڅه کوو، چې د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګرۍ سيمې د اجنډا پرمخبېول پکې شامل دي. نو موږ به د توان ابادي او تخنيکي همکارۍ پياوړې کړو او په هراړخيزه او باکيفيته توګه د پرمختګ په چارو کې د دې سازمان د اقتصادونو د ګډون پلويتوب کوو.
موږ به د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د عادلانه سيالۍ ښه چاپيريال جوړ کړو.
نړۍ د اقليمي بدلون تر اغېزې لاندې له زياتو ننګونو سره مخ ده. موږ په دې پوهېږو، چې بېلا بېل اقتصادونه بايد د دې پېړۍ تر منځنې مودې پورې د شنو خونو ګازونو د ايستنې اندازې د صفرکېدو یعنې د کاربن خنثی لپاره اړوند کارونه تر سره کړي.
موږ بايد د «ايپيک سازمان د ۲۰۳۰ کال د غلودانو د خونديتوب نقشه» په پوره توګه تطبيق کړو. موږ بايد د خلکو ژوند د کيفيت د ښه والي لپاره هلې ځلې وکړو او ټولو خلکو ته د قوي او دواملرونکي راتلونکې د جوړولو په هدف کوښښونه وکړو.