شي جين پينګ د اېپيک د مشرانو ۳۰ مې غير رسمي غونډې ته مهمه وینا وکړه
CMG2023/11/18 05:08:50
شريکول:

د اېپيک يا د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو ۳۰ مه غير رسمي غونډه پر ځايي وخت د نومبر په ۱۷ مې نېټې د امريکا په سانفرانسیسکو کې کې ترسره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او (پر اصلي هدف ټينګار ولرو، په يووالي همکارۍ وکړو او د اسيا او ارام سمندر سيمې د باکيفيته پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړو) تر عنوان لاندې يې مهمه وینا وکړه.

نوموړي وويل، چې د اېپيک د مشرانو د نوبتي غونډې ميکانیزم له جوړېدو راهیسې د  سيمې د سوداګرۍ او پانګونې په ازادېدو او اسانېدو، د اقتصادي تخنيکونو په پرمختګ او د مالونو او انسانانو په تګ راتګ کې ډېرې مرستې کړې دي. اوسمهال نړیوال اقتصاد له ډېرو خطرونو او ننګونو سره مخامخ دی، د اسيا او ارام سمندر سيمه د نړيوال اقتصادي پرمختګ د اينجن په توګه ډېر مسئوليتونه پر غاړه لري.

شي جين پينګ وويل، مونږ باید د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکاريو پر اصلي هدف ټينګار وکړو، په مسئولانه توګه د زمانې غوښتنې پوره کړو، د پوتراجايا لرلید سند په هراړخيزه توګه عملي کړو،  د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک پرانیستې، حياتي، قوي او سوله ييزه ټولنه جوړه کړو او د دغې سيمې د خلکو او اولادونو د ګډې سمسورتيا لپاره هڅې وکړو.

نوموړي همدارنګه د غونډې ګډونوالو خواوو ته پدې اړه څو فقره ييز وړاندیز وکړ، چې له مخې يې اړوندې خواوې په ټينګار سره د نوښت په خوځنده ځواک پرمختګ ومومي او پر ورخلاصون، زرغون پرمختګ او مشترکو ګټو ټینګار وکړي.

نوموړي وويل، چين اوس د چيني شکله عصري کېدو بهیر په پرمخ بیولو سره د هېواد د ابادولو او د ملت د بیا سمسورولو په هڅه کې دی او د سوله يیز پرمختګ پر لارې ټينګار لري او د پرمختګ اصلي هدف یې د هیچا د ځای نيول نه، بلکې چينايانو ته د ښه ژوند رامنځته کول دي. سږکال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو ۴۵ مه کليزه ده او چين به پر باکيفيته پرمختګ ټينګار وکړي او د باکيفيته ورخلاصون کچه به نوره هم لوړه کړي، دغه راز له بېلابېلو خواوو سره به د اسیا او ارام سمندر سيمې د بېلابېلو خواوو ترمنځ د همکاريو د زياتو لاسته راوړنو لپاره ګډې هڅې وکړي.

د يادې غونډې مشري د امريکا ولسمشر جوبايډن وکړه او په غونډه کې د۲۰۲۳م کال د اېپيک د مشرانو د سانفرانسیسکو اعلاميهخپره شوه.