د هېوادونو ترمنځ اړیکې په بنسټيزه توګه د خلکو تر منځ د اړیکو په توګه لنډيز کيدای شي. د چین دولت رئیس شي جين پينګ اته کاله مخکې د امریکې په سیاټل ایالت کې د ځايي حکومت او ملګرو ټولنو لخوا جوړه شوې د ده د هرکلي په مېلمستیا کې وویل، چې د چین او امریکې ترمنځ د دوستانه اړیکو بنسټ د خلکو په منځ کې دی او د راتلونکې مسؤولیت يې د ځوانانو لخوا پر غاړه دی.
اته کاله وروسته، شي جين پينګ د امریکې په سانفرانسیسکو کې د ځايي ملګرو ټولنو لخوا د ده د هرکلي په مېلمستیا کې څو ځلې د دواړو هېوادونو اړیکو د سالم پرمختګ په بهیر کې د خلکو پر مهم رول ټينګار کړی دی.
د امریکې (American Volunteer Group) د داوطلبانو ګروپ یو زوړ سرتیري خلي موین هیله څرګنده کړه، چې واشنګټن باید په دې ښه وپوهېږي، چې چین موږ ته د دوستۍ لاس اوږد کړی او موږ باید پرانیستې رویه غوره کړو.
اوس د چین او امریکې اړیکې یو ځل بیا په کليدی موده کې دي. په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستانه اړیکې به څنګه وغځېږي؟
شي جين پينګ او جوبایډن په تازه ملاقات کې موافقه کړې، چې د دواړو هېوادونو د کسانو د تګ راتګ او تبادلې د هڅولو لپاره به یو لړ تدبیرونه ونیسي، د ځیراکتیا په برخه کې به د حکومتونو ترمنځ تبادلوي نظام جوړ شي او په دې سره به د دواړو خواوو ترمنځ تخنیکي همکارۍ وهڅول شي.
سانفرانسیسکو د چین او امریکې د خلکو ترمنځ د تګ راتګ نوی پیل شاهد شوی. فرق نه کوي ، چې وضعیت څنګه بدلېږي، د دواړو هېوادونو د خلکو د تبادلو او همکاریو هیله به بدله نه شي.