روسیې د تېلو پر صادراتو موقت بنديز لرې کړ
CMG2023/11/18 11:18:43
شريکول:

د روسیې د انرژۍ وزارت د نومبر په ۱۷مه خبر ورکړ، د دغه هېواد فدرالي حکومت پرېکړه کړې، چې له همدې ورځ څخه به د تېلو پر صادراتو موقت بنديز لېرې کړي.

د روسیې د انرژۍ وزارت په ويبسايټ کې راغلي، د تېلو پر صادراتو موقت بنديز لغوه کېدو لامل دا دی، چې د دغه هېواد د تېلو په بازار کې عرضه له تقضا  څخه زياته  ده. روسیې د  تېر سپتمبر په ۲۱مه د دغه بنديز د تطبيق راهيسې د موټرو لپاره د تېلو  عمده فروشي بيې تر زياتې اندازې کمې شوې او د روسیې د تېلو  زېرمه شاو خوا دوه ميليونه ټنو ته رسېدلې ده.