د کوريا جمهوريت د ګالوپ په نوم د نظر څيړنې ادارې د نومبر له ۱۴مې څخه تر ۱۶مې پورې د دغه هېواد له ۱۰۰۱ تنو نظر پوښتنې کړې، چې د ولسمشر يون سوک يو د سياسي ادارې کارونو په هکله ارزونه وکړي. د سروې نتيجې له مخې، د يون سوک يو د پلويتوب کچه ۳۴سلنه او د نه پلويتوب کچه یې ۵۶سلنه ښودل شوې.
هغه خلکو، چې د يون سوک يو د کارونو په اړه منفي ارزونه کړې ، ۲۲سلنه په دې نظر دي، چې هغه د اقتصاد، د خلکو د ژوند او د توکو بيې د کنټرول په برخو کې ښه کارونه نه دي کړي.
د کوريا جمهوريت د شمېرنې ادارې د روانې مياشتې په پيل کې ارقام خپاره کړل، چې په تېر اکتوبر کې د دغه هېواد د مصرفي توکو د بیو شاخص (CPI) د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳اعشاريه ۸سلنه زياته شوې، چې په مسلسلو دريو مياشتو کې له ۳سلنې څخه اوښتې وې.