شي جين پينګ: مونږ دې له نړيوالو ننګونو سره ګډه مقابله او د اسيا او ارام سمندر سيمې د خلکو او اولادونو د ګډې سمسورتيا لپاره هڅې وکړو
CMG2023/11/18 04:36:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د نومبر په ۱۷ مې نېټې د امريکا په سانفرانسیسکو کې د اېپيک يا د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان د مشرانو په ۳۰ مه غير رسمي غونډه کې مهمه وینا وکړه.

نوموړي وويل، مونږ دې د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکاريو پر اصلي هدف ټينګار وکړو، په مسئولانه توګه دې د زمانې غوښتنې پوره کړو، د پوتراجايا لرلید سند دې په هراړخيزه توګه عملي کړو،  د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک پرانیستې، حياتي، قوې او سوله ييزه ټولنه دې جوړه کړو او د دغې سيمې د خلکو او اولادونو د ګډې سمسورتيا لپاره دې هڅې وکړو.