افغان کارپوه: د امریکا او چين دوه اړخيزې ښې اړيکې نه یوازې د دغو دوو هېوادونو د وګړو لپاره بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره ګټورې دي
CMG2023/11/18 10:07:20
شريکول:

د نومبر په ۱۵مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د امريکا په سان فرانسيسکو کې د دغه هېواد له ولسمشر جوبايډن سره ملاقات وکړ او ښاغلي شي جین پينګ ویلي چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکېپه نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړيکې بلل کیږي، نو موږ باید په دې بدلېدونکي نړيوال حالت کې دغو اړيکو ته سمه کتنه وکړو تر څو نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوو، بلکې د انساني ترقۍ لپاره به خپله دنده ادا کړو.

د چين او امريکا ترمنځ اړيکې پر نړۍ څه اغيزه لري؟ په دې اړه د چين د سي جي ټي اېن خبرياله غاټول د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ييزو مطالعاتو مرکز د سيمه يیزو چارو له څېړونکي عمران زکريا سره مرکه وکړه. هغه داسې ويلي چې د امريکا او چين ترمنځ دوه اړخيزې ښې اړيکې نه يوازې د همدغو هېوادونو د وګړو لپاره بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره هم ګټورې دي.

د ښاغلي عمران په اند چين او امريکا د نړۍ په کچه دوه ستر قدرتونه دي چې دوه اړخيزې اړيکې يې خورا مهمې دي. که څه هم چین  په اقتصادي برخه کې د لیدو وړ پرمختګونه موندلي، خو دا د نړۍ لپاره ښه زېری دی. امريکا دې د چین پرمختګ ته سم وګوري. هغه وويل چې د چین مشرانو تېر تاريخ ته په کتو تل هڅه کړې چې په خپل ګاونډ، سيمه او نړۍ کې د سيالۍ پر ځای همکاري پرمخ يوسي. نو په ۲۱مه پېړۍ کې د چين راپورته کېدل او پرمختګ په اقتصادي برخه کې د نړيوال پرمختګ لپاره ښه خبر دی تر څو چین وکولای شي چې له امريکا سره څنګ په څنګ د نړۍ د پرمختګ او ترقۍ لپاره نوی ګامونه پورته کړي. په ورته وخت کې امريکا بايد په خپل څنګ کې د چین پرمختګ ته په ښه نظر وګوري تر څو د همکارۍ روحيه لا پسې پياوړې شي. باور لرم چې د رئيس شي جين پینګ او ولسمشر جوبايډن ترمنځ د ملاقات له کبله د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې لا نورې هم ټينګې او پراخې شي.

تر دې ملاقات وروسته رئیس شي جين پینګ د امریکايي ملګرو ټولنو په مېلمستيا کې هم ویلي چې موږ په داسې يوه زمانه کې ژوند کوو چې نه يوازې له بدلونونو او ننګونو سره مخ ده، بلکې له هيلو څخه هم ډکه ده. د نړۍ روښانه راتلونکی د چين او امریکا ترمنځ همکارۍ ته اړتيا لري. چين او امریکا باید په جلا جلا توګه په نړۍ کې د تر ټولو لویو پرمختيايي هېوادونو په توګه يو له بل سره ښه چلند وکړي او د دوو لويو هېوادونو په توګه دې خپل مثبت رول ولوبوي. د يادو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله ښاغلي عمران داسې ويلي چې د چین او امریکا ترمنځ اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره بلکې د نړۍ د نورو ملتونو لپاره هم خورا ډېر اهمیت لري. دغه اړيکې د نړۍ ثبات، اقتصادي پرمختګ او همدارنګه امنیت لپاره نه یوازې دا چې اړینې دي، بلکې د نړۍ د سولې د ټینګښت لپاره برخلیک ټاکونکې دي. اوس مهال د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې جګړې روانې دي، چې چین او امريکا کولای شي په ګډه د سولې د ټینګښت لپاره خپلې هلې ځلې وکړي. د نړۍ په درېیمه درجه هېوادونو کې لوږه او بېکاري د پراخېدو په حال کې ده، چې چین کولای شي له خپلو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره په یادو هېوادونو کې د اقتصادي پرمختګ په موخه یو شمېر پروژې تطبیق کړي، ترڅو په یادو هېوادونو کې د بېکارۍ کچه راټیټه او اقتصادي پرمختګ تجربه کړي.دا چې د امریکا او چین د نړۍ دوه ستر اقتصادي قدرتونه دي، نو اړیکې یې هم د نړۍ د نورو ملتونو لپاره خورا مهمې دي، چې دواړه په ګډه کولای شي د نړۍ د ښېرازۍ لپاره خپلې هلې ځلې شریکې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سیالۍ پر ځای د همکارۍ روحیه پیاوړې کړي. 

د ده په اند په نړۍ کې د دغو دوو لویو هېوادونو ترمنځ همکارۍ افغانستان ته هم ګټې رسولی شي. د دغې ګټې د یادونې په ترڅ کې هغه داسې وويل چې د امریکا او چین دوه اړخیزې ښې اړیکې نه یوازې د همدغو هېوادونو د وګړو لپاره، بلکې د نړۍ نورو ملتونو لپاره هم ګټورې دي. افغانستان د ځانګړي جغرافیايي موقعیت له امله د تاریخ په اوږدو کې د جیوپولیټیکو سیالیو له امله قرباني شوی دی. په افغانستان کې تازه جګړه پای ته رسېدلې او د مګړۍ ثبات تجربه کوي، نو د اقتصادي پرمختګ په موخه ښې زمینې برابرې دي. امریکا او چین دواړه د اقتصادي پرمختګ د پام وړ تجربې لري چې کولای شي په افغانستان کې د ملي او سیمه ییزو پروژو په تطبیق کې همکارۍ وکړي او دا هغه مهال شونې ده چې دواړه نړیوال قدرتونه د افغانستان په اړه ګډه همغږي ولري.په ورته وخت کې له افغانستان څخه د چین او امريکا ګډ سیاسي ملاتړ کولای شي چې افغانستان ته د نړیوالو پاملرنه راواړوي، ترڅو وکولای شي د افغانستان په ثبات کې د پام وړ رول ولوبوي او همدارنګه د افغانستان د زېربناوو د بیارغونې له لارې به دغه هېواد وکولای شي د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې د پام وړ رولو ولوبوي.