د چین دولت رئیس شي جين پينګ د امریکې په سانفرانسیسکو کې له جوبایډن سره تر ملاقات او د اېپیک سازمان د غړو مشرانو په ۳۰مه غیررسمي غونډه کې تر ګډون وروسته، د نومبر د ۱۸مې نېټې په شپه په ځانګړې الوتکه کې بېرته بېجینګ ته راستون شو.
هوايي ډګر ته د رئیس شي جین پينګ د ورتګ په لار کې چیني کسانو او محصلینو د سړک په دواړو غاړو کې د چین او امریکې ملي بیرغونو په پورته کولو سره د رئیس شي جين پينګ خدای په اماني وکړه او د ده سفر د بریالیتوب په مناسبت يې ورته مبارکي وویله.
(هیله)