د ټایلنډ شهزادګۍ ماحا چاکري سریندهون د چین میډیا ګروپ له خبریالې سره مرکه وکړه
CMG2023/11/18 15:15:24
شريکول:

د ټایلنډ شهزادګۍ ماحا چاکري سریندهون د نومبر په ۱۷مه د چین میډیا ګروپ له خبریالې سره ځانګړې مرکه وکړه او له چین سره یې مینه یو ځل بیا په ډاګه کړه.

مېرمن سریندهون په تېرو ۴۲ کلونو کې چین  ته ۵۰ ځله سفرونه کړي، د چین او چینایانو په اړه یې احساسات ښه او ژور دي .

هغې په  دې مرکه کې یو ځل  بیا د ټایلنډ او چین د خلکو ترمنځ ژورې دوستانه اړیکې څرګندې کړې او  د لا پراختیا هیله یې وکړه.